Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 112 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 112 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا ۚ إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ 112
ترجمه:
نو ته په استقامت (او ثابت) اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم كړى شوى دى او هغه څوك هم چې له تا سره يې توبه وېستلې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى هود ۱۱:۱۱۲
تفسیر:
ای رسوله! د نېغې لارې التزام ته دوام ورکړه، لکه څنګه چې الله درته امر کړی، د هغه د حکمونو پيروي او له نواهيو يې ډډه وکړه او په نېغه لار دې ولاړ شي هغه څوک چې له مؤمنانو درسره دي، د ګناهونو په ترسره کولو له بريده مه اوړئ، بېشکه هغه ليدونکی دی د هغه څه چې تاسو يې کوئ، ستاسو له کړنو څه ترې پټ ندي او بدله به يې درکړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 111 راتلونکې هود • آیت 113