او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايلېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي هود ۱۱:۱۱۳ ⧉
تفسیر:
او ظالمو کافرانو ته په نرمۍ او مينه مه کږېږئ، چې د دغه کوږوالي له امله به اور درته ورسيږي، او له الله پرته تاسو لره دوستان نشته چې له اوره مو وژغوري بيا به هغه څوک ونه مومئ چې مرسته مو وکړي.