Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 29 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَيَا قَوْمِ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مَالًا ۖ إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى اللَّهِ ۚ وَمَا أَنَا بِطَارِدِ الَّذِينَ آمَنُوا ۚ إِنَّهُمْ مُلَاقُو رَبِّهِمْ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ 29
ترجمه:
او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ هود ۱۱:۲۹
تفسیر:
ای زما قومه! زه له تاسو څخه د رسالت په رسوونه مال نه غواړم، زما بدله يوازې پر الله ده، زه له خپل مجلس څخه د هغو بېوزلو مؤمنانو لرې کوونکی نه يم چې تاسو يې شړل غوښتي دي، د قيامت په ورځ هغوی له خپل پالونکي سره مخامخ کېدونکي دي، هغه يې د ايمان بدله ورکوونکی دی، خو زه وينم تاسو يو داسې قوم ياست چې د دغې بلنې پرحقيقت نه پوهېږئ کله چې د کمزورو مؤمنانو شړل غواړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 28 راتلونکې هود • آیت 30