Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 28 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي رَحْمَةً مِنْ عِنْدِهِ فَعُمِّيَتْ عَلَيْكُمْ أَنُلْزِمُكُمُوهَا وَأَنْتُمْ لَهَا كَارِهُونَ 28
ترجمه:
هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم په هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ هود ۱۱:۲۸
تفسیر:
هغوی ته نوح عليه السلام وويل: ای زما قومه! ماته خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا داسې دليل ولرم چې زما د رېښتينولي شاهدي ورکوي، پرتاسو مې تصديق لازموي، له خپل لوري يې پرما لورېينه کړې ده چې هغه نبوت او رسالت دی او هغه پرتاسو د خپلې ناپوهۍ له امله پټه شوې ده؛ آيا پر هغو مو د ايمان راوړلو لپاره اړ کړو او په زړونو کې مو په زور د ننه کړو؟! موږ د دې توان نلرو، څوک چې د ايمان توفيق ورکوي هغه الله دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 27 راتلونکې هود • آیت 29