Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 27 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَىٰ لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ 27
ترجمه:
نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي، په سرسري فكر سره، تاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې ددروغجنو ګمان كوو هود ۱۱:۲۷
تفسیر:
د هغه (نوح عليه السلام) له قوم څخه چې کومو اشرافو او مشرانو کفر کړی وو وويل: هيڅکله ستا بلنه نه منو، ځکه تالره پر موږ هيڅ غوراوی نشته، ته زموږ غوندې انسان يې او موږ نه وينو مګر داچې زموږ ټيټو خلکو ستا پيروي کړې ده، ترکومه چې موږ ته مو رايه څرګنده شوې ده، تاسو لره په شرف، مال او مرتبه کې کوم زياتوالی نشته چې د دې وړ مو وګرځوي چې موږ مو پيروي وکړو، بلکې موږ ګومان کوو چې تاسو د هغه څه په اړه درواغجن ياست چې بلنه ورته کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 26 راتلونکې هود • آیت 28