سوره الأنبیاء (پیغمبران) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




21 الأنبیاء(الأنبياء)، آیت ۸۲

وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَنْ يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَٰلِكَ ۖ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ 82 ٨٢

او (مونږ تابع كړي وو) ځینې له شیطانانو څخه هغه چې د ده لپاره به يې غوپې وهلې او له دې نه غير نور كارونه به يې كول، او مونږ دوى لره (له وراني نه) ساتونكي وو (۸۲)

تفسیر
او تابع کړي مو د شیطانانو نه ده لره هغه څوک چې غوپي به یې وهلې د ده لپاره په دریابونو کې راوېستلې به یې ملغلرې او نور شیان، او د دې نه پرته نور کارونه به یې ورله هم کوله لکه ابادي جوړول، او مونږ د دوی تعداد او کارونو لره ساتونکي (یادوونکي) وو، هیڅ شی راڅخه د دې نه نشي پاتي کېدلی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ