Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 3 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 3 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ ۖ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ 3
ترجمه:
او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم هود ۱۱:۳
تفسیر:
ای خلکو د خپلو ګناهونو لپاره مو له پالونکي بخښنه وغواړئ او د هغه پر وړاندې چې څه در څخه پاتې دي په پښېمانۍ هغه ته ور وګرځئ، د دنيا په ژوند کې به مو ستاسو لپاره د ټاکل شوو نېټو د رسېدو تر وخته ښه ګټه در کړي. او هر هغه چاته چې په پيروۍ او عمل کې غوروالی لري د هغه د غوروالي بشپړ پرته له کموالي بدله ورکوي، که چېرې تاسو پر هغه څه چې زه د خپل پالونکي لخوا ورسره راغلی يم له ايمان راوړلو مخ واړوئ؛ نو زه پر تاسو د سختو حالاتو له ورځې ډارېږم چې هغه د قيامت ورځ ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 2 راتلونکې هود • آیت 4