خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى هود ۱۱:۴ ⧉
تفسیر:
ای خلکو ! د قيامت په ورځ مو يوازې الله ته ورګرځېدل دي، هغه پاک ذات پر هر څه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نشي بې وسې کولی، ستاسو را ژوندي کول ستاسو له مرګ او بيا راپاڅولو وروسته ستاسو حساب يې نشي بې وسې کولی.