Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 5 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ ۚ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 5
ترجمه:
خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي په هغه څه چې دوى (يې) پټوي اوپه هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو په پټوخبرو (هم) ښه پوه دى هود ۱۱:۵
تفسیر:
خبر اوسئ دغه مشرکان خپلې سينې اړوي ترڅو د الله په اړه هغه شک پټ کړي چې په سينو کې يې دی دا د هغوی لخوا پر الله د ناپوهۍ له امله، خبر اوسئ کله چې هغوی خپل سرونه په جامو يې پټوي، الله پوهيږي پر هغه څه چې هغوی يې پټوي او هغه څه چې هغوی يې ښکاره کوي، بېشکه هغه ښه پوه دی پر هغه څه چې سينې يې پتوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 4 راتلونکې هود • آیت 6