Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 6 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا ۚ كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ 6
ترجمه:
او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغه د اوسېدلو ځاى او د هغه د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي هود ۱۱:۶
تفسیر:
هيڅ داسې مخلوق نشته چې پر ځمکه دې ګرځي هغه که هرڅه وي، خو الله په خپله پېرزوينه د هغه روزي منلې، او الله ته په ځمکه کې د هغه د استوګنې ځای معلوم دی، د مرګ ځای يې چې پکې مري به ورمعلوم دی، هر يو له ژويو څخه، د هغوی روزي، د استوګنې ځایونه او د مړينې ځايونه يې په څرګند کتاب کې چې لوح محفوظ دی شتون لري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 5 راتلونکې هود • آیت 7