او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى۔ او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هرومرو لازمًا به هغه كسان ووايي چې كافران شوي دي: ۔ نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل) هود ۱۱:۷ ⧉
تفسیر:
هغه سپېڅلی ذات دی چې لوی آسمانونه او لويه ځمکه يې پيداکړې ده، څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي په شپږو ورځو کې يې پيداکړي دي، د آسمانونو او ځمکې له پيدايښت مخکې د هغه عرش پر اوبو و، ترڅو مو وازمويي ای خلکو- چې کوم يو ستاسو داسې ښه کارکوونکی دی چې الله پرې خوښ شي، کوم يو ستاسو داسې بدکاره دی چې الله پرې غوسه کړي، که ووايې ای رسوله- ای خلکو تاسو له مرګ وروسته را پاڅول کېږئ، تر څو حساب در سره وشي؛ نو هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او له بیا پاڅولو څخه يې انکار کړې ده، هرومرو به ووايي: دغه قرآن چې ته يې لولې له څرګندو کوډو پرته بل څه نه دی؛ نو دا باطل دی او بطلان يې څرګند دی.