Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 8 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَئِنْ أَخَّرْنَا عَنْهُمُ الْعَذَابَ إِلَىٰ أُمَّةٍ مَعْدُودَةٍ لَيَقُولُنَّ مَا يَحْبِسُهُ ۗ أَلَا يَوْمَ يَأْتِيهِمْ لَيْسَ مَصْرُوفًا عَنْهُمْ وَحَاقَ بِهِمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ 8
ترجمه:
او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (، نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: دغه (عذاب) لره څه شى ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (، نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې هود ۱۱:۸
تفسیر:
که چېرې له مشرکانو څخه هغه سزا چې وړ يې دي، د دنيا په ژوند کې د څو ورځو مودې لپاره وروسته کړو؛ نو هرومرو به د بيړه کوونکو او ملنډو وهونکو په توګه ووايي: څه شي له موږ څخه سزا ګرځولې ده؟ خبر اوسئ هغه سزا چې هغوی يې وړ دي له الله سره يې نېټه ټاکل شوې ده، په کومه ورځ چې ورته راشي، هيڅکله به هغوی کوم ګرځوونکی ونه مومي چې له هغوی څخه يې وګرځوي، بلکې پر هغوی به راپرېوزي او هغه سزا به پرې چاپېره شي، کومه چې د ملنډو او مسخرو په ډول هغوی په بيړه غواړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 7 راتلونکې هود • آیت 9