او یقینًا كه چېرې مونږه انسان ته له خپل جانبه رحمت وروڅكوو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره وي هود ۱۱:۹ ⧉
تفسیر:
او که چېرې موږ هغه ته د روزۍ پراخي وروڅکواو له بې وزلۍ او رسېدلې ناروغۍ وروسته روغتيا؛ هرومرو به وايي: بدي له ما ولاړه او زيان لېرې شو او پردې د الله شکر نه وباسي، بېشکه هغه په تکبر سره ډېرزيات خوښي کوونکی دی او پر خلکو زيات لويي کوونکی او وياړ کوونکی دی پر هغه څه چې الله پرې پېرزو کړي دي.