Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 34 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَا يَنْفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدْتُ أَنْ أَنْصَحَ لَكُمْ إِنْ كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ 34
ترجمه:
او زما نصیحت تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت كولو اراده وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ هود ۱۱:۳۴
تفسیر:
نه زما پند تاسو ته او نه زما يادونه تاسوته ګته رسوي، که چېرې الله له نېغې لارې ستاسو لارورکي وغواړي او ستاسو د ضد له امله مو له لارښوونې لرې کړي، هغه مو پالونکی دی، همغه ذات دی چې ستاسو امر يې په لاس کې دی؛ نو لار ورکي کوي مو که وغواړي، د قيامت په ورځ يوازې همغه ته ورګرځئ؛ نو پرخپلو کړنو مو سزا درکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 33 راتلونکې هود • آیت 35