بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ هود ۱۱:۳۵ ⧉
تفسیر:
د نوح عليه السلام د قوم د کفر له امله هغوی ګومان کوي، دغه دين چې راوړی يې دی له ځانه يې جوړ کړی دی، هغوی ته ووايه: ای رسوله! که مې له ځانه جوړ کړی وي؛ نو زما د ګناه سزا يوازې پر ما ده او ستاسو د درواغ ګڼلو له ګناه هيڅ هم پر غاړه نه اخلم او زه له هغه څخه بېزاره يم.