Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 36 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 36 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَأُوحِيَ إِلَىٰ نُوحٍ أَنَّهُ لَنْ يُؤْمِنَ مِنْ قَوْمِكَ إِلَّا مَنْ قَدْ آمَنَ فَلَا تَبْتَئِسْ بِمَا كَانُوا يَفْعَلُونَ 36
ترجمه:
او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه په هغو كارونو چې دوى يې كوي هود ۱۱:۳۶
تفسیر:
او الله نوح عليه السلام ته وحي وکړه: بېشکه ستا له قوم څخه ای نوحه! هيڅکله به څوک ايمان را نه وړي خو هغه کسان چې مخکې يې ايمان راوړی؛ نو مه غمجن کېږه ای نوحه! د هغو درواغ ګڼلو او ملنډو له امله چې هغوی يې د دغې اوږدې مودې په ترڅ کې ترسره کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 35 راتلونکې هود • آیت 37