Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 41 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 41 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ ارْكَبُوا فِيهَا بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا ۚ إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 41
ترجمه:
او هغه وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى هود ۱۱:۴۱
تفسیر:
او نوح عليه السلام د خپلې کورنۍ او قوم هغو خلکو ته وويل چې ايمان يې راوړی و: کښتۍ ته پورته شئ، د الله په نوم به د کښتۍ تګ وي او د هغه په نوم به يې درېدل وي، بېشکه پالونکی مې له خپلو بندګانو څخه چې څوک توبه وباسي د ګناهونو بښونکی دی، پر هغوی مهربان دی او د هغه له لورېينې څخه داده چې مؤمنان يې له تباهۍ وژغورل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 40 راتلونکې هود • آیت 42