Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 42 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 42 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَهِيَ تَجْرِي بِهِمْ فِي مَوْجٍ كَالْجِبَالِ وَنَادَىٰ نُوحٌ ابْنَهُ وَكَانَ فِي مَعْزِلٍ يَا بُنَيَّ ارْكَبْ مَعَنَا وَلَا تَكُنْ مَعَ الْكَافِرِينَ 42
ترجمه:
دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ۔، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه هود ۱۱:۴۲
تفسیر:
او کښتۍ چې خلک او نور شيان پکښې وو د غره په شان لويه څپه کې روانه وه، د پلارولۍ د زړه سوي له امله نوح عليه السلام خپل کافر زوی ته آواز وکړ، په داسې حال کې چې له پلار او قوم څخه يې بېل په يو ځای کې و: ای بچوړیه زموږ سره په کښتۍ کې سپور شه تر څو له ډوبېدو وژغورل شې، له کافرانو سره مه کېږه، چې د ډوبېدو تباهي به درته ورسيږي کومه چې هغوی ته رسيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 41 راتلونکې هود • آیت 43