Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 43 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالَ سَآوِي إِلَىٰ جَبَلٍ يَعْصِمُنِي مِنَ الْمَاءِ ۚ قَالَ لَا عَاصِمَ الْيَوْمَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ إِلَّا مَنْ رَحِمَ ۚ وَحَالَ بَيْنَهُمَا الْمَوْجُ فَكَانَ مِنَ الْمُغْرَقِينَ 43
ترجمه:
هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه د غرق كړى شويو نه هود ۱۱:۴۳
تفسیر:
د نوح زوی نوح عليه السلام ته وويل: ژر ده چې لوړ غره ته به پناه يوسم، تر څو ماته د اوبو رسېدلو مخه ونيسي، نوح عليه السلام خپل زوی ته وويل: نن ورځ د الله د سزا په وړاندې چې په طوفان کې ډوبېدل دي کوم خنډ نشته، مګر همغه مهربان الله پاک چې په خپله لورېينه چاته وغواړي له ډوبېدو يې ژغوري، د نوح او کافر زوی تر منځ يې څپې بېلوالی راوستی او زوی يې په طوفان له ډوبېدونکو څخه شو د خپل کفر له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 42 راتلونکې هود • آیت 44