او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) په جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره هود ۱۱:۴۴ ⧉
تفسیر:
د طوفان له پای ته رسېدلو وروسته الله ځمکې ته وويل: ای ځمکې! له طوفانه چې کومې اوبه درباندې دي هغه وڅښه، او آسمان ته يې وويل: ای آسمانه! بند شه او باران مه وروه، اوبه کمې شوې آن تردې چې ځمکه وچه شوه، الله کافران تباه کړل، کښتۍ په جودي نومي غره ودرېده او وويل شول: لرې والی او تباهي ده هغه قوم لره چې په کفر سره د الله له پولو اوښتونکي دي.