Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 45 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَنَادَىٰ نُوحٌ رَبَّهُ فَقَالَ رَبِّ إِنَّ ابْنِي مِنْ أَهْلِي وَإِنَّ وَعْدَكَ الْحَقُّ وَأَنْتَ أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ 45
ترجمه:
او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته ترټولو ښه فیصله كوونكى يې هود ۱۱:۴۵
تفسیر:
نوح عليه السلام خپل پالونکي ته د مرسته غوښتونکي په توګه آواز وکړ: ای زما پالونکيه! زما زوی زما له کورنۍ څخه دی چې تا يې د ژغورنې ژمنه کړې ده او ستا ژمنه داسې رښتيا ده چې په هغې کې خلاف نشته او ته ترټولو پرېکړه کوونکو زيات عادل او تر ټولو زيات پوه يې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 44 راتلونکې هود • آیت 46