ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته له دې نه نصیحت كوم چې ته شې له جاهلانو نه هود ۱۱:۴۶ ⧉
تفسیر:
الله نوح عليه السلام ته وويل: بېشکه ستا هغه زوی چې ته يې ژغورنه غواړې ستا له هغې کورنۍ څخه ندی چې ما يې د ژغورنې ژمنه درسره کړې ده، ځکه هغه کافر دی، ستا غوښتنه ای نوحه! ستا لخوا مناسب کار ندی او د هغه چا لپاره نه ښايي چې ستا په مرتبه کې وي، هغه څه را څخه مه غواړه چې تا لره پرې پوهه نه وي، زه دې وېروم له دې څخه چې ته د ناپوهانو له ډلې څخه شې؛ نو هغه څه راڅخه مه غواړه چې زما د پوهې او حکمت خلاف وي.