Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 47 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 47 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ 47
ترجمه:
هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او په ما رحم ونه كړې (، نو) شم به زه له تاوانیانو نه هود ۱۱:۴۷
تفسیر:
نوح عليه السلام وويل: ای زما پالونکيه! زه پرتا پناه غواړم له دې څخه چې د هغه څه غوښتنه در څخه وکړم چې ما لره پرې پوهه نشته، که ته راته زما د ګناه بښنه ونکړې او په خپله لورېينه را باندې ونه رحمېږې زه به له هغه زيانمنو څخه شم چې په آخرت کې يې خپلې برخې له لاسه ورکړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 46 راتلونکې هود • آیت 48