او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي۔ او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ هود ۱۱:۵۲ ⧉
تفسیر:
او ای زما قومه، له الله بښنه وغواړئ، بيا هغه ته توبه وباسئ له خپلو ګناهونو څخه چې تر ټولو لويه يې شرک دی، پردې به بدله درکړي د زيات باران په ورولو سره، په عزت کې به مو زياتوالی راولي د اولادونو او مالونو په زياتوالي سره، له هغه څه مخ مه اړوئ چې ورته رابولم مو، که نه زما له بلنې څخه په مخ اړولو، له الله څخه په انکار او د هغه څه په درواغ ګڼلو چې زه ورسره راغلی یم له ګناه کوونکو څخه به شئ.