اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ هود ۱۱:۵۱ ⧉
تفسیر:
ای زما قومه، زه له تاسو پر هغه څه چې د پالونکي لخوا مې درته رسوم بدله نه غواړم، زما بدله يوازې پر هغه الله ده چې پيداکړی يې يم؛ نو آيا پردې نه پوهېږئ او کوم څه ته مو چې رابولم هغه ومنئ؟!.