بېشكه ما په الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب په نېغه لار دى هود ۱۱:۵۶ ⧉
تفسیر:
بېشکه زه يوازې پر الله بروسه کوم او په خپله معامله کې پر هغه باور کوم، هغه زما او ستاسو پالونکی دی، هيڅ شی د ځمکې پر مخ نه ګرځي خو دا چې الله ته غاړه اېښودونکی دی، د هغه تر واک او اختيار لاندې دی، اړوي يې څنګه چې وغواړي، بېشکه زما پالونکی پر حق او عدل دی؛ نو هيڅکله به تاسو ته پر ما واک درنکړي، ځکه زه پر حقه او تاسو پر باطل ياست.