Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 57 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 57 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقَدْ أَبْلَغْتُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ إِلَيْكُمْ ۚ وَيَسْتَخْلِفُ رَبِّي قَوْمًا غَيْرَكُمْ وَلَا تَضُرُّونَهُ شَيْئًا ۚ إِنَّ رَبِّي عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ حَفِيظٌ 57
ترجمه:
نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږلى شوى وم۔ او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو په ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى هود ۱۱:۵۷
تفسیر:
که چېرې تاسو مخ واړوئ او شا وګرځوئ هغه څه ته چې زه ورسره راغلی يم، نو پر ما يوازې تر تاسو رسول دي او بېشکه ما هر هغه څه تر تاسو ورسول چې الله ورسره لېږلی وم او په رسولو يې امر راته کړی و، بېشکه پر تاسو حجت قائم شو، ژر به زما پالونکی تاسو تباه کړي او ستاسو پرځای به بل قوم راولي چې ستاسو ځای ناستی شي، تاسو مو په درواغ ګڼلو او مخ اړولو نه الله ته لوی زيان رسولی شئ او نه کوچنی، ځکه هغه يې له بندګانو بې پروا دی، بېشکه زما پالونکی پر هر څه څارونکی دی؛ نو هغه به مې له هغه شره ساتي چې تاسو يې زما په اړه چل کوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 56 راتلونکې هود • آیت 58