او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (، نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږه دوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل هود ۱۱:۵۸ ⧉
تفسیر:
کله چې د هغوی د تباهۍ لپاره زموږ پرېکړه راغله، هود عليه السلام او هغه کسان چې ايمان يې ورسره راوړی و، زموږ په هغه لورېينه مو وساتل چې ورته رسېدلې وه او هغوی مو له سختې سزا څخه وساتل چې د هغه کافر قوم ته مو پرې سزا ورکړه.