Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 65 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَعَقَرُوهَا فَقَالَ تَمَتَّعُوا فِي دَارِكُمْ ثَلَاثَةَ أَيَّامٍ ۖ ذَٰلِكَ وَعْدٌ غَيْرُ مَكْذُوبٍ 65
ترجمه:
نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او مړه يې كړه) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته هود ۱۱:۶۵
تفسیر:
نو هغه يې ذبح کړه په درواغ ګڼلو کې د ژور تللو له امله، صالح عليه السلام ورته وويل: د هغې له ذبحې په ځمکه کې له ژونده درې ورځې ګټه پورته کړئ بیا به د الله سزا درته راشي، له دې وروسته د سزا راتګ يوه هرومرو ترسره کېدونکې ژمنه ده درواغ نده بلکې هغه رېښتينې ژمنه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 64 راتلونکې هود • آیت 66