Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 64 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 64 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَيَا قَوْمِ هَٰذِهِ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ آيَةً فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِي أَرْضِ اللَّهِ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ قَرِيبٌ 64
ترجمه:
اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو ډېر نژدې عذاب به مو ونیسي هود ۱۱:۶۴
تفسیر:
او ای زما قومه! دغه د الله اوښه تاسوته زما د رېښتينولۍ نښه ده، پرې يې ږدئ څري به د الله په ځمکه کې، هغې ته هيڅ کړاو مه رسوئ، که نه ستاسو لخوا د هغې د ټپي کولو سره په نېږدې وخت کې به د الله عذاب درته ورسيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 63 راتلونکې هود • آیت 65