Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 63 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 63 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَآتَانِي مِنْهُ رَحْمَةً فَمَنْ يَنْصُرُنِي مِنَ اللَّهِ إِنْ عَصَيْتُهُ ۖ فَمَا تَزِيدُونَنِي غَيْرَ تَخْسِيرٍ 63
ترجمه:
هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغه له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو به ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) زیات نه كړئ هود ۱۱:۶۳
تفسیر:
صالح عليه السلام خپل قوم ته د ځواب په توګه وويل: ای زما قومه! خبر راکړئ که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل وم، له خپل لوري يې ماته لورېينه راکړې وي چې هغه نبوت دی؛ نو څوک به مې يې له سزا وژغوري که زه ترې سرغړونه وکړم د هغه څه په نه رسولو کې چې تر تاسو يې د رسولو امر راته کړی؟ نو تاسو يوازې زما لارورکي او د هغه له رضا لېرې والی غواړئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 62 راتلونکې هود • آیت 64