Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 62 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 62 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا صَالِحُ قَدْ كُنْتَ فِينَا مَرْجُوًّا قَبْلَ هَٰذَا ۖ أَتَنْهَانَا أَنْ نَعْبُدَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا وَإِنَّنَا لَفِي شَكٍّ مِمَّا تَدْعُونَا إِلَيْهِ مُرِيبٍ 62
ترجمه:
دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغه ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو هود ۱۱:۶۲
تفسیر:
هغه ته يې قوم وويل: ای صالحه! له دغې بلنې مخکې ته زموږ تر منځ د لوړې مرتبې څښتن وې، بېشکه موږ هيله لرله چې ته به هوښيار، د پند او مشورې څښتن وې، آيا ته مو راګرځوې ای صالحه! د هغه څه له عبادته چې زموږ پلرونو يې عبادت کولو؟ بېشکه موږ د هغه څه په اړه په شک کې يو چې وربولې مو، يوازې د الله عبادت ته، هغه څه موږ اړ باسي چې پر تا د الله په اړه د درواغو تور ولګوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 61 راتلونکې هود • آیت 63