Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 61 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 61 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَإِلَىٰ ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ ۚ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ 61
ترجمه:
او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته۔، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړئ یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى هود ۱۱:۶۱
تفسیر:
ثموديانو ته مو د هغوی ورور صالح عليه السلام ولېږه، هغه وويل: ای زما قومه! يوازې د الله عبادت وکړئ، تاسو لره له هغه پرته بل د عبادت وړ معبود (لمانځلی) نشته، هغه تاسو د ځمکې له خاورې پيداکړي ياست ستاسو د پلار آدم عليه السلام په پيدايښت سره له هغې خاورې څخه، د هغې(ځمکې) آبادوونکي يې ګرځولي ياست؛ نو له هغه بښنه وغواړئ بيا هغه ته وروګرځئ د ښوکړنو پر ترسره کولو او د ګناهونو په پرېښودلو سره، بېشکه زما پالونکی هغه چا لره نږدې دی چې هغه لره عبادت ځانګړی کړي، د هغه د دعا قبلوونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 60 راتلونکې هود • آیت 62