او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګولى شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى هود ۱۱:۶۰ ⧉
تفسیر:
له هغوی سره د دنيا په دغه ژوند کې رسوايي او د الله له لورېينې لرې والی يوځای شوي دي، همدارنګه د قيامت په ورځ به د الله له لورېينې لرې کړل شوي وي، دا پر الله د هغوی د کفر له امله، خبر اوسئ الله هغوی له هرې ښېګڼې لرې کړي او هرې بدۍ ته يې نېږدې کړي دي.