Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 69 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 69 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ جَاءَتْ رُسُلُنَا إِبْرَاهِيمَ بِالْبُشْرَىٰ قَالُوا سَلَامًا ۖ قَالَ سَلَامٌ ۖ فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ 69
ترجمه:
او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل: (په تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (په تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت كړى شوى سخى هود ۱۱:۶۹
تفسیر:
او بېشکه ابراهيم عليه السلام ته پرېښتې د سړو په څېرو کې راغلې، هغه او مېرمنې ته يې د اسحاق بیا د یعقوب زېری ورکوونکې وې، پرېښتو وويل: سلام دې وي، ابراهيم عليه السلام هغوی ته په سلام ويلو ځواب ورکړ او تېز ولاړ، کباب کړی خسی يې ورته راوړ، تر څو له هغه خوراک وکړي په دې ګومان چې هغوی سړي دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 68 راتلونکې هود • آیت 70