نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه رسېږي، نو دوى يې نا اشنا وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره وكړه، دوى وویل: ته مه وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو) هود ۱۱:۷۰ ⧉
تفسیر:
کله چې ابراهيم عليه السلام وليدل چې لاسونه يې خسي ته نه رسيږي او څه ترې نه خوري، دا يې له هغوی څخه بد وګڼل او په زړه کې ترې وډار شو؛ خو کله چې پرېښتو له ځانه د هغه وېره وليدله ويې ویل: له موږ مه ډارېږه، موږ الله د لوط عليه السلام قوم ته رالېږلې يو تر څو سزا ورکړو.