هغې وویل: اى زما تعجبه! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا یقینًا ډېر عجیبه شى (كار) دى هود ۱۱:۷۲ ⧉
تفسیر:
ساره وويل کله چې پرېښتو دغه حيروانوونکی زيری ورکړ:څنګه به مې بچی وشي حال دا چې زه د ډېر عمر يم، له بچي ناهيلې يم او دغه زما مېړه د بوډاوالي عمر ته رسېدلی؟! بېشکه په دغه حالت کې د بچي پيدا کېدل حيرانوونکی کار دی، د عادت خلاف دی.