Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 73 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 73 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ ۖ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ ۚ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَجِيدٌ 73
ترجمه:
هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغه بركتونه دې په تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى هود ۱۱:۷۳
تفسیر:
پرېښتو ساره ته وويل ولې له زيري حيرانه شوې: آیا د الله له پرېکړې او تقديره حيرانېږې؟ پر ستا غوندې شخص دا خبره پټه نده چې الله پردغه څه قادر دی، پر تاسو د الله لورېينه او برکتونه دي ای د ابراهيم د کورنۍ خلکو! بېشکه الله په خپلو صفتونو او کړنو کې ستایل شوی دی، د درناوي او مرتبې څښتن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 72 راتلونکې هود • آیت 74