Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 74 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 74 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ إِبْرَاهِيمَ الرَّوْعُ وَجَاءَتْهُ الْبُشْرَىٰ يُجَادِلُنَا فِي قَوْمِ لُوطٍ 74
ترجمه:
نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او ده ته زېرى راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (رسولانو) سره بحث كاوه هود ۱۱:۷۴
تفسیر:
کله چې له ابراهيم عليه السلام څخه وېره ولاړه چې د هغو مېلمنو لخوا ورته رسېدلې وه چې د هغه ډوډۍ يې ونه خوړله، وروسته له پوهېدو چې هغوی پرېښتې دي او د خوښۍ خبر ورته راغی چې د هغه به اسحاق زوی کيږي بيا يعقوب، زموږ له استازو سره يې د لوط عليه السلام د قوم په اړه شخړه پیل کړه، تر څو له هغوی سزا وروسته کړي او د لوط عليه السلام او د هغه کورنۍ وژغوري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 73 راتلونکې هود • آیت 75