Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 76 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 76 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


يَا إِبْرَاهِيمُ أَعْرِضْ عَنْ هَٰذَا ۖ إِنَّهُ قَدْ جَاءَ أَمْرُ رَبِّكَ ۖ وَإِنَّهُمْ آتِيهِمْ عَذَابٌ غَيْرُ مَرْدُودٍ 76
ترجمه:
اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، دوى ته داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته ګرځولى به نشي هود ۱۱:۷۶
تفسیر:
پرېښتو وويل: ای ابراهيمه! د لوط عليه السلام د قوم په اړه له شخړې لاس په سر شه، بېشکه ستا د پالونکي پرېکړه د هغه سزا د واقع کېدو په اړه چې پر هغوی ټاکل شوې ده راغله، بېشکه د لوط عليه السلام پر قوم لویه سزا راتلونکې ده چې شخړه او دعا يې مخه نشي نيولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 75 راتلونکې هود • آیت 77