Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 77 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 77 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَمَّا جَاءَتْ رُسُلُنَا لُوطًا سِيءَ بِهِمْ وَضَاقَ بِهِمْ ذَرْعًا وَقَالَ هَٰذَا يَوْمٌ عَصِيبٌ 77
ترجمه:
او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى په دوى غمجن شو او د دوى په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده هود ۱۱:۷۷
تفسیر:
کله چې پرېښتې لوط عليه السلام ته د سړيو په څېرو کې راغلې د هغوی راتګ يې خوښ نه شو او سينه (زړه) يې د خپل هغه قوم څخه پر هغوی د وېرې له امله تنګ شو چې د ښخو پرځای سړيو ته د خپلو غوښتو پوره کولو لپاره راځي او لوط عليه السلام وويل: دا سخته ورځ ده ځکه هغه ګومان کوي چې هغوی به يې پر مېلمنو برلاسي شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 76 راتلونکې هود • آیت 78