او ده ته د ده قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟ هود ۱۱:۷۸ ⧉
تفسیر:
د لوط عليه السلام قوم لوط عليه السلام ته په منډه منډه راغی چې د هغه له مېلمنو سره د بدکارۍ هوډ لرونکي وو، له دې مخکې د هغوی عادت د ښځو پر ځای سړيو ته د خوند اخېستو په موخه ورتګ و، لوط عليه السلام د خپل قوم د مخ نيوونکي او د مېلمنو په مخکې له خپل لوري د معذرت غوښتونکي په توګه وويل: دغه زما لوڼې ستاسو د ښځو له ډلې څخه دي، نو نکاح ورسره وکړئ، هغوی درته پاکې دي له دغې بدکارۍ څخه، له الله څخه ووېرېږئ، ماته مې د مېلمنو په اړه پېغور مه راوړئ، آيا له تاسو څخه ای قومه! کوم د سم عقل څښتن نشته چې له دغه ناوړه کار څخه مو راوګرځوي؟!