Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 86 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 86 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ۚ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ 86
ترجمه:
د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم هود ۱۱:۸۶
تفسیر:
د الله هغه پاتې روزي چې په عدل سره يې د خلکو د حقوقو له اداکولو وروسته له حلالو تاسو لره پرېږدي، په تول او پېمانه کې له کمي او په ځمکه کې له وران کاري څخه د تر لاسه شوي زيادت څخه ډېره ګټوره او برکتناکه ده، که تاسو په حقه باور کوونکي ياست؛ نو پر دغه پاتې روزۍ خوښ اوسئ، زه پرتاسو څارونکی نه يم چې کړنې مو وشمېرم او ستاسو سره پرې محاسبه وکړم، بېشکه پر دغه څارونکی هغه څوک دی چې په راز او پټو پوهيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 85 راتلونکې هود • آیت 87