Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 87 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 87 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالُوا يَا شُعَيْبُ أَصَلَاتُكَ تَأْمُرُكَ أَنْ نَتْرُكَ مَا يَعْبُدُ آبَاؤُنَا أَوْ أَنْ نَفْعَلَ فِي أَمْوَالِنَا مَا نَشَاءُ ۖ إِنَّكَ لَأَنْتَ الْحَلِيمُ الرَّشِيدُ 87
ترجمه:
هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر تحمل والا، ډېر پوه يې هود ۱۱:۸۷
تفسیر:
د شعيب عليه السلام قوم، شعيب عليه السلام ته وويل: ای شعيبه! هغه لمونځ چې ته يې د الله لپاره کوې تاته امر کوي چې موږ د هغه بوتانو عبادت پرېږدو چې زموږ پلرونو يې عبادت کاه او په خپلو مالونو کې هغه لاسوهنه چې موږ يې غواړو او هغه زيادت چې موږ يې غواړو پرېږدو؟ بېشکه ته زړه سوانده لارښود يې، ته خو هغه هوښيار د حکمت څښتن يې چې له دغې بلنې مخکې مو پېژندلې؛ نو پر تا څه وشول؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 86 راتلونکې هود • آیت 88