Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 88 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


قَالَ يَا قَوْمِ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كُنْتُ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّي وَرَزَقَنِي مِنْهُ رِزْقًا حَسَنًا ۚ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أُخَالِفَكُمْ إِلَىٰ مَا أَنْهَاكُمْ عَنْهُ ۚ إِنْ أُرِيدُ إِلَّا الْإِصْلَاحَ مَا اسْتَطَعْتُ ۚ وَمَا تَوْفِيقِي إِلَّا بِاللَّهِ ۚ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ 88
ترجمه:
هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم په ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغه نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم هود ۱۱:۸۸
تفسیر:
شعيب عليه السلام خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! ستاسو له حاله ماته خبر راکړئ، که چېرې زه د خپل پالونکي لخوا په څرګند دليل او پوهه وم، هغه له خپل لوري ماته حلاله روزي راکړې ده او د هغه لخوا نبوت دی، زه نه غواړم چې تاسو له کوم څه راوګرځوم يا يې په ترسره کولو کې ستاسو مخالفت وکړم، زه يوازې د خپل توان تر کچې ستاسو د پالونکي توحيد ته په را بلنه ستاسو اصلاح غواړم ا و د دغه په ترلاسه کولو کې ماته وس راکول يوازې په الله پاک دي، په خپلو ټولو چارو کې مې يوازې پر هغه بروسه کوم او هغه ته ورګرځم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 87 راتلونکې هود • آیت 89