او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې تاسو ته په مثل د هغه (عذاب) ورسېږي چې د نوح قوم یا د هود قوم یا د صالح قوم ته رسېدلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى هود ۱۱:۸۹ ⧉
تفسیر:
ای زما قومه! زما دوښمني دې تاسو د هغه څه درواغ ګڼلو ته ونه هڅوي چې زه ورسره راغلی يم، وېره ده چې هغه سزا به مو ونيسي لکه د نوح، هود او صالح عليهم السلام قومونه يې چې ونيول، د لوط عليه السلام قوم نه د زمانې او نه د ځای له پلوه ستاسو څخه لرې دی او بېشکه تاسو پوه ياست پر هغه څه چې هغوی ته ورسېدل؛ نو پند واخلئ.