او ته له دوى نه په دې (تبلیغ د قرآن) باندې هېڅ اجر نه غواړې، نه دى دا مګر د ټولو خلقو لپاره (د الله له جانبه) نصیحت یوسف ۱۲:۱۰۴ ⧉
تفسیر:
که يې عقل لرلئ ايمان به يې راوړی وای، ځکه ای رسوله ته له هغوی پر قرآن او هغه څه چې ورته رابولې يې بدله نه غواړې، نه دی قران مګر د ټولو خلکو لپاره وريادوونکی.