او څومره ډېر دلیلونه دي په اسمانونو او ځمكه كې، چې دوى پرې تېرېږي، په داسې حال كې چې دوى له هغو نه مخ اړوونكي وي یوسف ۱۲:۱۰۵ ⧉
تفسیر:
ډېرې هغه نښې چې د هغه پاک ذات پر توحيد دلالت کوونکې دي په آسمانونو او ځمکه کې خورې دي، هغوی پرې تېريږي، حال دا چې په هغو کې له فکر کولو او پند اخېستلو مخ اړوونکي دي، هغو ته پاملرنه نه کوي.