Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 18 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَجَاءُوا عَلَىٰ قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ ۚ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا ۖ فَصَبْرٌ جَمِيلٌ ۖ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَىٰ مَا تَصِفُونَ 18
ترجمه:
او دوى د هغه د كمیس له پاسه دروغجنه وینه راوړه، یعقوب وویل: (دا دروغ دي) بلكې تاسو ته ستاسو نفسونو (دا بد) كار ښايسته كړى دى، نو (زما كار) صبر جمیل دى او د هغو خبرو په هكله خاص له الله نه مدد غوښتلى شي چې تاسو يې بیانوئ یوسف ۱۲:۱۸
تفسیر:
خپل خبر يې په دوکه پياوړی کړ، چې د يوسف کميس يې د هغه له وينو پرته په نورو وينو لړلی راوړ، داسې وهم اچوونکي وو چې دا د لېوه لخوا د هغه د خوړلو پاتې شوني دي؛ نو يعقوب عليه السلام د هغوی پر درواغو پوه شو په دغه نښه چې کميس ندی څيرل شوی، هغوی ته يې وويل: معامله داسې نده لکه تاسو چې خبر راکړ، بلکې تاسو لره مو نفسونو هغه بده چاره ښايسته کړې ده چې تر سره کړې مو ده؛ نو زما کار داسې صبر کول دي چې وير پکښې نه وي او له الله څخه مرسته غوښتل دي د يوسف د هغې معاملې په اړه چې تاسو يې بیانوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 17 راتلونکې یوسف • آیت 19