Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 19 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


وَجَاءَتْ سَيَّارَةٌ فَأَرْسَلُوا وَارِدَهُمْ فَأَدْلَىٰ دَلْوَهُ ۖ قَالَ يَا بُشْرَىٰ هَٰذَا غُلَامٌ ۚ وَأَسَرُّوهُ بِضَاعَةً ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَعْمَلُونَ 19
ترجمه:
او قافله راغله، نو دوى خپل اوبه راوړونكى ولېږه، نو هغه خپله بوكه (په كوهي كې) ورخوشې كړه (نو یوسف دغې بوكې پورې و نښت، چې يې ولیده، نو) ويې ويل: اى زما خوشحالۍ! دا یو هلك دى او دوى هغه د تجارت د مال په توګه پټ كړ او الله په هغو كارونو ښه عالم دى چې دوى كول یوسف ۱۲:۱۹
تفسیر:
تېرېدونکې قافله راغله، هغه څوک يې ولېږئ چې هغوی لره اوبه لټوي، هغه خپله سلواغه په څاه کې خوشې کړه، يوسف په رسۍ پورې نېښتی و، کله چې رسۍ خوشي کوونکي وليدی له خوشحالۍ نه يې وويل: ای زما زېری دا هلک دی، اوبو راوړونکي او ځينو ملګرو يې هغه له نورې قافلې څخه په دې ګومان پټ کړ چې هغه يو سوداګريز توکی دی چې سوداګري به پرې وکړي، الله په هغه څه ښه پوه دی چې هغوی د يوسف کوم بدلول او پلورل کوي، د هغوی له کړنې هيڅ هم ترې پټ ندي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 18 راتلونکې یوسف • آیت 20